Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

تُو آ بے نَمازی، ہے دیتا نمازی                                                        خدا کرم سے بنا دینی ماحول

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                       صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے. پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي. دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ. 

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د نومبر مياشت د قافلې مياشت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دعوتِ اِسلامي يو ځل بيا نمانځي، د نومبر مياشت د قافلې مياشت.

پۀ دې کښې به د ټول ملک نه عاشقانِ رسول *د 12 مياشتو * د يوې مياشتې * د 12 ورځو * او د دريو ورځو قافلو کښې سفر کوي. هسې خو دا ډير ګران او د صبر کار دے، خو ياد ساتئ چې د نيکۍ دعوت ورکول او پۀ دې لاره کښې مشقت کول سُنَّتِ انبيا علَيهِمُ السَّلام دے * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د کورونو نه وتل * لرې لرې  علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * خواري به يـې کوله او د دِين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو