Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

نه شروع کوئ؟ هُم د يو نه به شروع کوئ. نو شروع هم د يو نه کيږي * که صرف  يوه شمع بله شي نو هم رڼا خوريږي .

شروع هم د يو نه کيږي. د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام همت، د هغوئي حوصلې ته وګورئ! ټول قوم يو طرف ته دے، د وخت د ټولو نه ظالم بادشاه نمرود هم هٰغه طرف ته دے او بل طرف ته حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام بالکل يواځې دے او د نيکۍ دعوت ورکوي.  لهذاکه يواځې هم يۍ نو هيڅ باک نشته. هم يواځې د نيکۍ دعوت عام کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! رَبِّ کريم به کرم وکړي، قافله به جوړه شي.

میں اکیلا ہی چلا تھا جانِبِ منزل مگر                                   لوگ ملتے گئے، کارواں بنتا گیا

کور والؤ ته د نيکۍ دعوت

 د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام حوصلې ته وګورئ! د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سکه ترۀ آزَر هم مُشرک وو. يعنې دښمن هم پۀ کور کښې موجود وو. روزانه به د ورسره مخ کيدو. حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هغۀ له هم د نيکۍ دعوت ورکړو، څنګه يـې ورکړو؟ سُبْحٰنَ اللہ! پۀ قرآنِ کريم کښې دي: هغوئي خپل ترۀ آزَر ته وفرمائيل:

یٰۤاَبَتِ (پارہ:16، سورۀ مریم:42)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما پلاره!

اَللہُ اَکْبَر! د لـهجو پۀ نرمۍ باندې غور وکړئ! هغوئي د خپل ترۀ د پاره لفظ اَبٌ اِستعمال کړو: د دې لفظ معنیٰ وي: پلار، اَبو. د نيکۍ د دعوت څومره نرم انداز دے. ترۀ يـې پۀ اَبو وئيلو سره مخاطب کړو، اوئې فرمائيل:

لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَ لَا یُبْصِرُ (پارہ:16، سورۀ مریم:42)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ ولې د داسې [څيز] عبادت کوې کوم چې نۀ اَوري او نۀ ويني.

يو طرف ته دا نرمه لـهجه ده، د مينې ډکې خبرې دي او دليل يـې هم ورسره ورکړو