Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

دعوت ورکول پريږدو * چې کور والا ډير پوهه کړو او خبره مو نۀ اوري، ” پۀ کور کښې دِيني ماحول نۀ جوړيږي“، پۀ دې وئيلو مونږ د نيکۍ دعوت ورکول پريږدو. د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام حوصلې مبارکې ته وګورئ! يو دوه ورځې نۀ، درې څلور کاله نۀ بلکې د 950 کالو پورې يـې پرله پسې د نيکۍ دعوت ورکولو، شپه او ورځ يـې ورکولو.

زمونږ په معاشره کښې که خبره اثر نۀ کوي نو د دې وجه د حکمت عملۍ کمے وي، مونږ که د حکمت عملۍ سره د نيکۍ دعوت ورکړو نو پۀ يو اواز باندي ډير خلق راجمع کيږي، حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام چې کوم 950 کاله د نيکۍ دعوت ورکړے وو او خلقو په هغې باندې غوږ هم نۀ وو ګرولے نو د هغې سبب د حکمتِ عملئ کمے نه وو، بلکې هغه کافران ډير ضديان او تورو زړونو والا وو. ګنې حضرت نوح عَلَیْهِ السَّلَام خو د الله پاک نبي دے، هغوئي ډير پۀ حکمت سره خلق پوهه کول، پخپله يـې الله پاک ته عرض وکړو:

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ دَعَوْتُ قَوْمِیْ لَیْلًا وَّ نَهَارًاۙ(۵) (پارہ:29، سورۀ نوح:5)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما ربه! بے شکه ما خپل قوم ته شپه او ورځ دعوت ورکړو.

 بيا يـې ووئيل:

ثُمَّ اِنِّیْ دَعَوْتُهُمْ جِهَارًاۙ(۸)ثُمَّ اِنِّیْۤ اَعْلَنْتُ لَهُمْ وَ اَسْرَرْتُ لَهُمْ اِسْرَارًاۙ(۹) (پارہ:29، سورۀ نوح:8-9)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا يقيناً ما هغوئي ته پۀ اوچت اواز دعوت ورکړو. بيا يقيناً ما هغوئي ته ښکاره هُم ووئيل او پۀ قلاره پټ مې هُم ورته ووئيل.

يعنې مختلفې طريقې يـې اختيار کړې، کله يـې ښکاره دعوت ورکړو، کله يـې پۀ پټه يو يو کَس پوهه کړو، هر حکمت يـې اختيار کړو، د دې باوجود صرف 80 کسانو کلمه ووئيله. ([1]) يعنې کوم خلق يـې چې پوهه کول هغوئي دومره ضديان وو چې د هيڅ حکمتِ


 

 



[1]... سیرت الانبیا، صفحہ:178۔