Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

د نيکۍ دعوت ګران کار دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زمونږ د پاره هم سبق دے. د نيکۍ د دعوت کار د هميشه نه ګران دے، پۀ دِين باندې تلل هميشه ګران وي. * د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پورې د هر يو نبي مخالفت وکړے شو * حضرت يحیٰ عَلَیْهِ السَّلَام يوه مسئله بيان کړې وه، د هغې پۀ نتيجه کښې يو بد بخته بادشاه هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام شهيد کړے وو([1]) * حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام شهيد کړے شوے وو([2]) * بني اسرائيلو پۀ يوه ورځ کښې د 70 نه زيات انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام شهيدان کړل([3]) *(پۀ پخوانو قومونو کښې) د حضرت حبيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا ذِکر چې پۀ سُورۀ يسين شريف کښې شوے دے، هغوئي قوم پۀ کاڼو ويشتلو ويشتلو شهيد کړے وو. ([4]) پۀ انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام باندې دومره سخت وخت راغلے وو چې الله پاک وفرمائيل:

مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَآءُ وَ الضَّرَّآءُ وَ زُلْزِلُوْا حَتّٰى یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰى نَصْرُ اللّٰهِؕ-

(پارہ:2، سورۀ بقرہ:214)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغوئي ته سختي او شِدت اورسيدو او هغوئي پۀ زوره زوره اوژړقولے شو تر دې چې رسول او هغه سره ايمان والؤ ووئيل: د الله مدد به کله راځي؟

پۀ داسې سختو حالاتو کښې هم د الله پاک نبيانو او پۀ هغوئي باندې ايمان لرونکو پۀ دِين باندې عمل وکړو او د نيکۍ دعوت يـې هم عام کولو.

معلومه شوه چې پۀ دِين باندې عمل کول او د نيکۍ دعوت ورکول پۀ هر وخت کښې


 

 



[1]...البدایہ و النہایہ، حصّہ:1، جلد:1، صفحہ:438-439 ملخصاً۔

[2]...سیرت الانبیا، صفحہ:764۔

[3]...تفسیر خازن، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:61، جلد:1، صفحہ:50۔

[4]...تفسیربغوی، پارہ:23، سورۂ یٰسین،زیرِ آیت:25، جلد:3، صفحہ:638 بتصرف۔