Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

پۀ کور کښې د نيکۍ د دعوت طريقه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دلته نه ځان پوهه کړئ چې پۀ کور کښې د نيکۍ دعوت څنګه ورکول پکار دي. د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ترۀ ظاهره ده چې د کور کَس وو، هغوئي هغۀ له د نيکۍ دعوت ورکولو * لـهجه يـې نرمه * لفظونه يـې د اثر نه ډک * ساده، عام فهم * او ډير د مينې او محبت اِظهار...!!

پۀ کور کښې که د نيکۍ دعوت ورکول وي نو هم دا انداز اختيارول پکار دي. مثلاً * والِد صاحب يا مور محترمه نـمونځ نۀ کوي * ورور سندرې اوري * خوئيندې فيشن کوي، فلمونه ګوري نو د هغوئي د نيک جوړولو طريقه دا نۀ ده چې مونږ د هغوئي نه بائيکاټ وکړو * وروڼه خوئيندې رَټَل شروع کړو * د مور بي بي د لاس خوراک څښاک پريږدو * د هغوئي سره جنګ جګړې شروع کړو * خبرې اترې ورسره نۀ کوو. نا...!! داسې بالکل نۀ دي کول پکار. د دې سره خو به هغوئي ښۀ بد ګمانه شي. هغوئي پۀ محبت سره پوهه کول پکار دي، ډير پۀ نرمۍ ورسره خبره کول پکار دي. که بيا يـې هم نۀ مني نو د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام انداز اِختيار کړئ: هغوئي څۀ ووئيل:

سَلٰمٌ عَلَیْكَۚ- (پارہ:16، سورۀ مریم:47)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بس تا ته سلام دے.

دا سلامِ مُتَارَکَت دے. يعنې مخامخ کَس د هغه پۀ خپل حال باندې پريښودل. نۀ يـې منې. ځهوس ستا خوښه. بيا دا ورته وئيل بند کړئ. او څۀ کول دي؟

سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْؕ-  (پارہ:16، سورۀ مریم:47)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نزدې ده چې زۀ به ستا د پاره د خپل رَبّ نه بخښنه غواړم.

 يعنې اوس وئيل بند کړئ، د الله پاک پۀ حُضُور کښې دعاګانې شروع کړئ. که ممکن وي نو تهجد وکړئ او دعاګانې وکړئ * صلاةُ الحَاجات کوئ * د هر نـمونځ نه پس دعاګانې کوئ: يا الله پاکه! زما کور والا نـمونځ ګزاره کړې * يا الله پاکه! ورور ته