Book Name:Himmat Wale Rasool
څوک چې اوريديل نشي کولے، څوک چې ليدل نشي کولے، هغه خُدائے څنګه کيدے شي. ظاهره ده چې عبادت به هم د هغه چا کيږي څوک چې د عبادت ګزار نه د زيات اِختيار والا، د زيات قدرت والا، د زياتې مرتبې والا وي. دلته خو خبره هم عجبيه ده، عبادت کوونکے ليدل هم کولےشي، اوريدل هم کولےشي او د چا عبادت چې کيږي نۀ هغه اوريدل کولے شي، نۀ هغه ليدل کولے شي نو اوئې فرمائيل: کاکا! د داسې عبادت ولې کوې.
هغوئي دليل هم ورکړو، د حکمت نه ډکې خبرې يـې هم وکړې او نرمه لـهجه يـې هم ده. يعنې د نيکۍ د دعوت ټولې تقاضې پوره دي. بيا د ترۀ د طرف نه جواب څۀ راځي؟ ترۀ يـې ووئيل:
یٰۤاِبْرٰهِیْمُۚ-لَىٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ (پارہ:16، سورۀ مریم:46)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ابراهيم! بے شکه که تۀ منع نۀ شوې نو زۀ به تا پۀ کاڼو اوولم.
الله! الله! د نرمو نرمو ګلونو پۀ بدل کښې څنګه سخت غشے را وويشتے شو. هغوئي يـې پۀ نرمۍ سره پوهه کوي، ترۀ ورله د مرګ دهړکه ورکوي.
که زمونږ پۀ شان څوک وو نو شور به يـې جوړ کړے وے * ځۀ ورک شه، تباه شې. ما خو پوهه کولې او تۀ دهړکې راکوې * تۀ يـې ډير بے وقوفه * ما له يـې څۀ! پريوځه کوهې ته . يا مو کيدے شي چې جګړه مو ورسره کړې وه. خو حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خو دے ابراهيم، د دوئي د مبارک نوم معنٰی ده: اَبٌ رَحِيم (يعنې رحمدله پلار) ځکه هغوئي د ډير کمال حکمت اِختيار کړو، او وئې فرمائيل:
سَلٰمٌ عَلَیْكَۚ-سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْؕ- (پارہ:16، سورۀ مریم:47)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بس تا ته سلام دے، نزدې ده چې زۀ به ستا د پاره د خپل رَبّ نه بخښنه غواړم.
يعنې اے کاکا! تر څو پورې چې الله پاک ما منع نۀ کړي نو تر هٰغه وخته پورې به ستاسو د بخښنې او هدايت د پاره دعاګانې کووم.