Book Name:Himmat Wale Rasool
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک د نُور څومره حصه نصيب کيږي، د هغې مطابق به هغه هٰغه همره پۀ تيزۍ سره پۀ پل صراط باندې اوړي او د قيامت پۀ ورځ باندې به دا نُور مبارک د درودِ پاک د لوستو مطابق ورکولے کيږي، څوک چې څومره زيات درودِ پاک لولي، د هغۀ به هُم هٰغه همره زيات د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور نصيب کيږي او هغه به هٰغه همره پۀ تيزۍ سره پۀ پل صراط باندې اوړي. ([1])
پُل سے اُتارو راہ گزر کو خبر نہ ہو جِبریل پَر بِچھائیں تو پَر کو خبر نہ ہو
کانٹا مِرے جگر سے غَمِ روزگار کا یُوں کھینچ لیجیے کہ جِگر کو خبر نہ ہو
فریاد اُمَّتی جو کرے حالِ زار میں ممکن نہیں کہ خیرِ بشَر کو خبر نہ ہو([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم