Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

پۀ طبيعت مبارک کښې سادګي وه، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې دُنيا کښې پخپله پۀ خپله رضا فَقْر [يعنې غريبي] اِختيار کړه. * هغوئي چې به دُعا وکړه نو لږ شان خوراک به يـې پۀ زرګونو خلقو خوړلو([1]) * د پئيو پۀ يو جام به يـې 70 صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مړول([2]) * د چا د مبارکو ګوتو نه چې به د اوبو چينې جاري کيدلې نو اوبۀ به د زرګاؤ خلقو د پاره پوره کيدلې([3])  خو هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پخپله ژوند داسې تيرولو چې تر ډيرو ډيرو ورځو پورې به يـې لوږه تيروله([4]) * د چا د دَر صدقه چې مونږ ټول خورو، ټوله دُنيا چې د چا د دَر نه خوړله، د هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کور مبارک بالکل ساده وو، ډير چتونه نۀ وو، د ډيرو مرلو او ګزونو نۀ وو. غرض دا چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير ساده ژوند اِختيار کړو.

 د مسلمانانو خوږه مور جانه سيده عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يوه ورځ ما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې د لوږې نخښې وليدلې نو ما له ژړا راغله، ما په غمژن زړه عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو د خپل رَبّ نه خوراک ولې نۀ غواړئ چې هغه يـې پۀ تاسو وخوري. اوئې فرمائيل: اے عائشې! قَسم په خُدائے! که ما د خپل رَبّ نه سوال وکړو چې غرونه د سرو زرو شي او زما سره روان وي نو زما رَبّ به ضرور داسې وکړي، غرونو ته به حکم وشي چې (هغه د سرو زرو شي او) زۀ چې پۀ زمکه باندې چرته غواړم هغه د ځان سره بوځم. خو ما پۀ دُنيا کښې * د خيټې مړولو پۀ ځائے لوږه * د دې ځائے د مالدارۍ پۀ ځائے فَقْر * او د خوشحالۍ پۀ ځائے غم اِختيار کړے دے. ([5])


 

 



[1]...بخاری، کتاب المغازی، باب غزوہ خندق...الخ، صفحہ:1030، حدیث:4102 ماخوذاً۔

[2]...بخاری، کتاب الرقاق، باب کیف کان عیش...الخ، صفحہ:1587-1588، حدیث:6452 ماخوذاً۔

[3]...بخاری، کتاب المغازی، باب غزوہ الحدیبیہ، صفحہ:1043، حدیث:4152ماخوذاً۔

[4]...ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء فی معیشۃ النبی وا ھلہ، صفحہ:563، حدیث:2360 ماخوذاً۔

[5]... المغنی عن حمل الاسفار، کتاب الزہد، جز:2، صفحہ:1102، حدیث:4000۔