Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

پۀ قربانو باندې دِين رارسيدلے دے.

تاسو د نومبر پۀ قافله کښې د سفر کولو نيت وکړئ! که کيدے شي نو د اوس نه خپل نيت درج کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي * پۀ قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے کيږي * سُنَّت ښودلے کيږي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي* د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاؤيږي * د قافلې پۀ برکت د دعاګانو د قبليدو* د مشکلاتو د لرې کيدو * د بيمارو نه د شِفا ميلاؤيدو هم پۀ سوونو واقعات موجود دي * داسې هم شوي دي چې پۀ قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے او پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے او پۀ قافله کښې د شرکت کوونکو له يـې د ديدن جامونه ورکړي دي. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم.

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې خالي پۀ ورځ به هم مَدَني چينل باندې ماسخوتن اتنيمې [8:30] بجې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي. ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخ طريقت اميرِ اهلِ سُنَّت دامَت بَرَکاتُہمُ العالِیہ هره هفته د يوې ديني رسالې لوستلو ترغيب ورکوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د ”ښې خبرې کوئ‘‘ (قسط 1) په نوم رسالې اعلان کولے شي. دا رساله پخپله هم ولولئ!