Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

نور يـې وفرمائيل: اے عائشې! بے شکه دُنيا نۀ د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) لائقه ده، نۀ د آلِ مُحَمَّد (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) لائقه ده. اے عائشې! الله پاک د اُولُو الْعَزْم [همت والؤ] رسولانو د پاره پۀ دې خبره باندې راضي شو چې هغوئي د دُنيا پۀ مشکلاتو باندې صبر وکړي، د خوښو څيزونو نه ځان بچ ساتي. بيا ما ته هم الله پاک د دې خبرې حکم وکړو: فرمائي:

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ (پارہ:26، سورۀ احقاف:35)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو (اے حبیبه!) تۀ صبر اوکړه څنګه چې د همت والا رسولانو صبر اوکړو.

بيا يـې وفرمائيل: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! زۀ به ضرور د الله پاک اطاعت کووم. پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! لکه څنګه چې اُولُو الْعَزْم (يعنې همت والؤ) رسولانو صبر وکړو، زۀ به هم هٰغه شان صبر کووم او قوت خو ټول د الله پاک له طرفه دے. ([1])

کبھی جو کی موٹی روٹی تو کبھی کھجور پانی                                        تِرا ایسا سادہ کھانا مدنی مدینے والے

ہے چٹائی کا بچھونا، کبھی خاک ہی پہ سونا                 کبھی ہاتھ کا سِرہانا مدنی مدینے والے

تری سادگی پہ لاکھوں، تری عاجزی پہ لاکھوں               ہوں سلامِ عاجزانہ مدنی مدینے والے([2])

الله پاک يـې ورعطا کوي، او حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې  تقسیموی

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک باندې غور وکړئ! بيا بيا پرې غور وکړئ! څومره ځانګړے ژوند دے...؟ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

مالِکِ کونَیْن ہیں گَو پاس کچھ رکھتے نہیں

دو جہاں کی نعمتیں ہیں اِن کے خالی ہاتھ میں

لفظ ته وګورئ! څومره ښکلے يـې استعمال کړو: خالي لاسونه. پۀ ظاهره لاسونه مبارک خالي دي. که پۀ ظاهري نظر وکتے شي نو کور مبارک يـې غټ نۀ دے، ډير ساده دے  


 

 



[1]... اخلاق النبی و آدابہ، صفحہ:154، حدیث:806۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:426۔