Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

     حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: هم دا هغه تُحفه ده د كومې چې ما تاسو  نه مطالَبه كوله، آيا د سلام نه اوچته بله څه تُحفه كيدے شي؟ سلام بركت والا او پاكيزه دے. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حكايت نه حاصل شوي مدني ګلونه

 (1)  د صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په خپل مينځ كښې مَحَبَّت

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به په خپل مينځ كښې څومره پوخ محبت وو، هغه مبارك خلق به چې كله په خپل مينځ كښې كښيناستل نو بيا به د هغوئي د محبتونو حال بل شان وو، د دې سره سره چې كله به هغوئي ظاهِراً بدني طور د يو بل نه لرې وو نو هغه وخت به ئې هم د يو بل سره ډىر محبت ساتلو، يو بل به ئې په دُعاګانو كښې ياد ساتلو او د يو بل د پاره به ئې سلام ليږلو. الله پاك د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان شان په قرآنِ كريم كښې بيانوي، فرمائي:

مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰهِؕ-وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗۤ اَشِدَّآءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ   (پ 26، الفتح، 29)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: مُحَمَّد د الله رسول دے او د هغوئي ملګري په کافرانو باندې سخت او په خپل مينځ کښې نرمو زړونو والا دي.

      په تفسیر صراطُ الجِنان كښې دي: صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په خپل مينځ كښې


 

 



[1]...معجمِ کبیر، جلد:6، صفحہ:219، حدیث:6058۔