Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

اعظم وو) اے د خيبر فاتِحه! اے زما سرداره! اے يواځې د دُښمن لښکر ته شکست ورکولو والا! اے مُشکلات حل کولو والا زما مدد اوفرمائې.

    الله پاك دِ مونږ ټولو ته د مولائے كائنات، حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ، د ټولو صحابۀ كرامو او اهلِ بيتِ كرام رَضِیَ الله عَنْهُم كامِل محبت رانصيب كړي، كاش چې مونږه په دې محبت باندې ثابت قدم پاتې شو، چې قبر ته كوز شو نو هم په دې محبت سره، چې په حشر كښې راپاڅو نو هم په دې محبت سره. كاش چې د صحابه او اهلِ بيتِ كرامو رَضِیَ الله عَنْهُم د محبت له بركته بےحسابه جَنَّت ته داخله رانصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

هر صحابئ نبی! جنتی جنتی        ټولې صحابیاتې هُم! جنّتی جنّتی

څلور یاران د نبی! جنّتی جنّتی      حضرت صِدِّیق هُم! جنّتی جنّتی

او عمر فاروق هُم! جنّتی جنّتی     عثمانِ غنی! جنّتی جنّتی

فاطمه او علی! جنّتی جنّتی          حَسَن او حُسَین هُم! جنّتی جنّتی

والدین د نبی! جنّتی جنّتی           هره زوجۀ نبی! جنّتی جنّتی

حضرتِ معاویه! جنّتی جنّتی         او ابوسُفیان هُم! جنّتی جنّتی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“ هم ده. په كومه كښې چې تاسو اوس شريك ئې، تاسو تلاوت، نعت واوريدلو، اوس د بيان سلسله جاري ده، د دې نه پس هفته وار اجتماع كښې مخصوص دُرودِ پاك لوستلے كيږي، ذِكر و دُعا به كيږي، بيا به اِنْ شَــآءالـلّٰـه د [سُنَّتو او آدابو] زده كولو او نورو ته ورزده كولو حلقے لګي او دغسې به دا علمي او روحاني فضا قائمه وي، که الله