Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
خرچ كړه نو الله پاك به هغه ته ثواب عطا كوي او خپل جنَّت ته به ئې داخلوي.[1]
الله پاك دِ مونږ ټول د ناحقه سُوال كولو نه اوساتي او هميشه دِ د خپل محنت د ګټې خوړلو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! صحابـئ رسول حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د مدائن ګورنر وو، د دې باوُجود هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ساده ژوند تيرولو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ كله هم د خپل ځان د پاره دُنياوي مال نه وو جمع كړے. په رواياتو كښې دي چې کله حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په مرضُ المَرګ كښې مُبتلا وو نو حضرت سعد بِن اَبِـي وقاص رَضِیَ الله عَنْهُ د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ تپوس له تشريف راوړو، اوئې ليدل چې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ژاړي. حضرت سعد بِن اَبِـي وقاص رَضِیَ الله عَنْهُ ترينه تپوس اوكړو: اے سلمانه! ولے ژاړې؟ تاسو خو په حوضِ كوثر باندې د خپلو دوستانو (يعني صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوان) او خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ملاقات كوونكي ئې؟ حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: زه د مرګ يا د دُنيا په پريښودو نه ژاړم بلكه زه خو په دې وجه ژاړم چې زما خواو شا ډير سامان پروت دے حالانكه زما خليل، حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ نه دا وعده اخستي وه چې ستاسو سره دِ دُنياوي سامان صرف دومره وي څومره چې د يو مُسافِر سره وي.
راوي وائي: دغه وخت د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ سره چې كوم سامان وو هغه