Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

هغه اُووئيل: زه په فلاني وخت راغلے ووم. اوئې فرمائيل: كه تا د هغه سلام نه وے را رَسَوَلے نو ته به خيانت كوونكے وے.[1]

سلام رسَوَل واجب دي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ په كورونو كښې اَلْحَمْدُ لِلّٰه! تر اوسه پورې دا رواج موجود دے چې كله يو ميلمه خپل كور ته بيرته ځي نو خلق ورته وائي: ټولو ته زما سلام وايه. دا ډير ښه عادت دے، البته په دې مُعامَله كښې يوه مسئله ياده ساتئ. د بهارِ شريعت، په حِصَّه 16، صفحه 106 كښې ليك دي: چا ته ئې اووئيل چې فلاني ته زما سلام اووايه، نو په هغه باندې سلام رَسَول واجب دي او چې كله هغه سلام اُورَسَوي نو مخامخ كس دِ داسې جواب وركړي: عَلَیْکَ وَعَلَیْہِ السَّلَام

     په بهارِ شريعت كښې دي: دا سلام هغه وخت رَسَول واجب دي چې هغه اووائي چې آو زه به ستا سلام اووائم. په دې صورت كښې سلام د هغه سره اَمانت دے، څوك چې د دې حق دار دے (يعني د چا د پاره چې سلام دے) هغه ته به وركول [يعني سلام رَسَوَل] ضروري وي. عام طور حاجيانو ته خلق دا وائي چې د حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښې زما سلام عرض كړه، [که هغه اُووئيل چې آؤ زه به ستا سلام اورَسَووم نو بيا] دا سلام رَسَوَل هم واجب دي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...زُہْد لامام احمد بن حنبل، صفحہ:177، حدیث:841۔