Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
چې د كوم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِنتِظار كولو او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار په خاطر څو څو ځله خرڅ شوے وو، په ميلونو سفر ئې كړے وو، نن هم هغه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي.
الله! الله! د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ زړه بے قراره وو، نور صبر ګران وو، او په شميرلو شميرلو ئې وخت تيرولو.
آخر هغه وخت هم راغلو چې سُلطانِ كونَين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدينے مُنَوَّرے ته تشريف راوړو، د مدينے مُنَوَّرے په كوڅو كښې اختر جوړ شو، هر طرف ته نُور خور شو، خوشحالئ او خوشحالئ شوې، حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ موقع اوموندله او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو، راهِب چې ورته كومې نښې ښودلې وې، هغه ئې اوليدلې، ټولې نښې پوره وې، كَلِمه طَيِّبَه ئې اولوستله او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غُلامي ئې اختيار كړه.[1]
حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د هغې نه پس تر آخره پورې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر اوسيدلو، د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ په خپل دورِ خلافت كښې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د مدائن ګورنر مقرر كړے وو.
حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په 10 رَجَبُ الْمُرَجَّب 33 يا 36 هجرئ كښې د دُنيا نه رُخصَت شو [يعني وفات شو]، د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ مزار مبارك د عراق په ښار مدائن كښې