Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

دے، هغوئي مخكښيني او آخري علوم حاصل كړي وو،  حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د وړومبني كتاب (يعني تورات يا انجيل) هم عالِم وو او د آخري كتاب (يعني قُرآنِ كريم) هم عالِم وو بلكه سَلمان خو د علم نه ختميدونكے سمندر وو.[1]

حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د اَهلِ بيتو نه دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په فضائلو او خصائصو كښې د ټولو نه اهم فضيلت او خصوصيت دا هم دے چې خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په خپلو اهلِ بيتِ اَطهَار كښې شامل كړے وو، په حديثِ پاك كښې دي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ ته اوفرمائيل: سَلْمَانُ مِنَّا اَهْلَ الْبَیْتِ سَلمان زمونږ د اَهلِ بيت نه دے، فَاتَّخِذْہُ صَاحِبًا لِهٰذا دوئي خپل ملګرے جوړ كړه.[2]

     مير عبدُالواحد بالګرامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د اهلِ بيتو درې قِسمونه دي: (1) اَصلِ اَهلِ بيت (2) داخِلِ اَهلِ بيت (1) لاحِقِ اَهلِ بيت. اَصلِ اَهلِ بَيت اَزواجِ مُطَهَّرات او د خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اولاد مبارك دے.  داخِلِ اَهلِ بَيت درې کسان دي: حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى، حضرت اِمام حَسَن او حضرت اِمام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُم او لاحِقِ اَهلِ بَيت هغه خلق دي كوم چې الله پاك د ناپاكو او ګناهونو نه بالكل پاك كړي دي او هغوئي ته ئې اعلٰـى تَقوٰى او پاكيزګي عطا كړې ده، څنګه چې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ چې هغوئي سَيِّد نه دے خو د ناپاكئ نه د كمال پاكئ په وجه د اهلِ بيتو سره لاحِق (يعني شامل) دے.[3]


 

 



[1]...معجم کبیر، جلد:6، صفحہ:213، حدیث:6042۔

[2]...مسندِ بزار، جلد:13، صفحہ:139، حدیث:6534۔

[3]...سبع سنابِل مترجم، صفحہ:94۔