Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
جوړ شي او د مخامخ انسان په زړه به اولګي او محبت به ئې درسره زيات شي.
يعني بچيه! خلقو ته سلام كوه چې ستا د ژبې نه وتلے د سلام ټكے به د اثر غشے جوړ شي او د مخامخ انسان په زړه به اولګي او محبت به ئې درسره زيات كړي،
الله پاك دِ مونږ ته هُم د سلام عام كولو او په خپل مينځ كښې د محبت تقسيمولو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
نو تا به په امانت كښې خيانت كړے وے...
د حضرت اَبُوقِلابه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې يو ځل يو كس د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په خدمت كښې حاضر شو، هغه وخت حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ وړه اَغَږل، هغه كس په ډيره حيرانتيا اووئيل: جناب! دا څه دي؟ (يعني تاسو پخپله وړه اغَږئ؟) اوئې فرمائيل: ما خادم [يعني خدمت كوونكے كس] په څه كار ليږلے دے، ما ته ښه نه ښكاري چې په هغه باندې دوه كارونه جمع كړم.
سُبْحٰنَ الله! د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په خادمانو باندې نرمئ ته زمونږه سلام دے....!! وړه اَغَږل د خادم په ذِمَّه وو خو حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ خادم په څه بل كار پسې ليږلے وو نو د هغه د حِصّے كار ئې پخپله اوكړو چې خادم په دوه چنده مَشَقَّت کښې اخته نه شي. حضرت اَبُوقِلابه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې هغه کوم كس چې راغلے وو هغه عرض اوكړو: فلاني كس تاسو ته سلام وئيلو. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ (د سلام جواب وركولو نه پس) اوفرمائيل: ته د هغه د خوا نه كله راغلے ئې؟