Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
پاک ته منظوره وه نو په هفته وارو اجتماعاتو كښې د شرکت په سبب به زمونږ په زړونو کښې د ګناهونو نه نفرت او د نيكو كولو رغبت زياتيږي، نو نيت اوكړئ چې هره هفته واره اجتماع كښې به پخپله هُم شريك كيږو او نورو ته به هُم د شرکت کولو دعوت وركوو او ځان سره د راوستلو كوشش به كوو. راځئ چې په هفته واره اجتماع كښې په پابندئ سره د شرکت کولو ذِهن جوړولو د پاره يو مدني سپرلے واورو:
د كراچئ د يو اسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې شامليدلو نه مخكښې ما د ګناهونو ډك ژوند تيرولو، په دُنياوي مزو كښې مصروفه اوسيدل زما معمول وو، د غلطو دوستانو صحبت زه ډير خراب كړے ووم، دوستانو سره به ټوله شپه په ګناهونو كښې اخته ووم، يو اسلامي ورور ما ته د ماښام په وخت کښې د لمَانځه دعوت راكړو، معلومه نه ده چې د هغه په دعوت كښې څه اثر وو چې ما د هغه دعوت قبول كړو او هغه سره جمات ته لاړم او د ماښام لمُونځ مې ادا كړو، د لمَانځه نه پس يو اسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت نه درس وركړو، د درس نه پس اسلامي ورونړو هفته وارې اجتماع له د تللو تياري شروع كړه. يو اسلامي ورور ما ته هم په هفته واره اجتماع كښې د شريك كيدلو ترغيب راكړو، د هغوئي انداز داسې ښكلے وو چې زه فوراً هفته واره اجتماع كښې شرکت کولو د پاره تيار شوم، بيا ډير زر اسلامي ورونړو سره عالَمي مَدَني مركز فيضانِ مدينه ته اورسيدم، هلته مې بيان واوريدو، په ذِكرُ الله كښې شريک شوم، بيا ژړوونكي دُعا اوشوه. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي د هفته وارې اجتماع او د عاشقانِ رسول د صُحبت راباندې داسې اثر اوشو چې د دُعا په دوران كښې مې په ژړا ژړا د خپلو ګناهونو نه توبه اوكړه او راروان ژوند مې په نيكو كښې د تيرولو پوخ نِيَّت اوكړو، اجتماع کښې شريکيدلو نه پس مې د لمُونځونو پابندي شروع كړه او د نيكو نه ډك ژوند تيرولو كښې مصروفه شوم.