Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

واوريدلې نو په ډيره سادګئ سره ئې اوفرمائيل: آيا آخر مرګ به نه راځي؟  [نجومي] اووئيل: د مرګ نه خو خلاصے نشته. حضرت پير مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زمونږه شريعت په دې وجه د ستورو مُتَعَلِّق خبرو ته فضول وئيلي دي، چې آخر مرګ شته نو خوشحالي او غم برابر دے.[1]

      سُبْحٰنَ الله! الله پاك دِ مونږ ته هم داسې د آخرت سوچ رانصيب كړي، كاش چې مونږه هم د خپل ځان ښه ګنړلو نه بچ شو، د خپل قبر روښانه كولو فِكر اوكړو او بس عاجزي كوونكي جوړ شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(3) د سلام كولو او ليږلو عادت جوړ كړئ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يو اهم مدني ګل كوم چې د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د واقعے نه مونږه زده كړو، هغه دا دے چې سلام بركتي او پاكيزه دُعا ده، مونږ له هم پكار دي چې سلام عام كړو، كور ته تلو راتلو كښې، كوڅه، بازار، بس، ريل كښې او هر ځائے خپلو مسلمانانو ورونړو ته د سلام تُحفه پيش كړو او زمونږ مسلمانان ورونړه كوم چې په لرې ښارونو كښې اوسيږي، هغوئي ته هم كله كله سلام اوليږو.

    حضرت عبدُ الله بِن سلام رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: ما چې په مدينه مُنَوَّره كښې د آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژبې مباركې نه د ټولو نه وړومبے كوم كلام اوريدلے وو هغه دا دے: یَا اَیُّہَا النَّاسُ! اے خلقو! اَفْشُوا السَّلَامَ سلام عام كړئ! وَ اَطْعِمُوا الطَّعَامَ  په نورو طعام اوخورئ! وَ صَلُّوْا بِالَّیْلِ وَالنَّاسُ نِیَامٌ او د شپے لمُونځ ادا كوئ چې كله خلق اوده وي


 

 



[1]...مہرِ منیر، صفحہ:427۔