Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
تَدْخُلُوا الْجَنَّۃَ بِسَلَامٍ (كه تاسو دا درې كارونه اوكړئ نو) په سلامتيا سره به جَنَّت ته داخل شئ.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ”سلام“ يو قيمتي نِعمَت دے، الله پاك په سلام كښې داسې اثر ايښودے دے چې مونږه سلام په ژبه كوو خو د دې اثر سيدها په زړه كيږي. زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: لَاتَدْخُلُوا الجَنَّۃَ حَتّٰی تُؤْمِنُوْا تاسو تر هٰغه وخته پورې جَنَّت ته نه شئ داخليدے، ترڅو پورې چې اِيمان رانوړئ، وَلَا تُؤْمِنُوْا حَتّٰی تَحَابُّوْا او تاسو تر هٰغه وخته پورې (كامِل) مُومِن نه شئ جوړيدے تر څو پورې چې په خپل مينځ كښې مَحَبَّت اونکړئ! بيا ئې اوفرمائيل: آيا زه تاسو ته هغه خبره اونه ښائم، چې په هغې عمل اوكړئ نو ستاسو به په خپل مينځ كښې مَحَبَّت زيات شي؟ اَفْشُوا السَّلَامَ بَیْنَکُمْ په خپل مينځ كښې سلام عام كړئ.[2]
حضرت لُقمانِ حكيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل خپل ځوئ ته نصيحت كولو نو اُوئې فرمائيل: بچيه! چې كله هم په يو قوم تيريږې نو هغوئي په اسلامي غشي وله!
دا اسلامي غشے څه ته وائي؟ حضرت عَوف بِن عبدُالله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه مراد سلام دے.[3] يعني چې كله سلام اوكړئ نو ستاسو سلام به د محبت نه ډك غشے