Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ مختصر تَعارُف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام رښتينے عاشق، ډير صبر كوونكے، په هر حال كښې ثابت قدم اوسيدونكے، ډير نيك، عقل مند، ماهِر عالِمِ دِين، د اسلام بيراغ اوچتوونكے او د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جليلُ القدر صحابي دے. د فارس (يعني اِيران) اوسيدونكو كښې د ټولو نه اَوَّل حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ اسلام قبول كړے وو، ځكه ورته فارسي وائي. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ته سَلمانُ الخَير (يعني سَلمان نيكئ والا) هم وائي. [1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ته الله پاك ډىر اوګږد عمر وركړے وو، د رواياتو مطابق د هغوئي عُمر د 250 كالو نه زيات وو، وائي چې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام د حَوارِى (يعني صحابي) ديدار كړے وو.[2]
حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د فارس د ښار اصفَهَان اوسيدونكے وو، د هغوئي پلار نيكونه مجوسيان (يعني د اور عبادت کوونکي) وو. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ هم د مجوسِيَّت تعليم حاصل كړے وو او په هغې كښې ماهِر شوے هُم وو خو ډىر زر هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د خپل باطل دِين نه بيزاره شو او د حق په تلاش [يعني لټون] كښې اووتلو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په مُلكِ شام كښې د ډىرو راهبانو (يعنې د عيسايانو عبادت ګزارو) په صُحبَت كښې پاتې شوے وو. د هغوئي نه ئې ديني تعليم حاصل كړو او د الله پاك په عبادت كښې مصروفه شو، آخر د يو راهِب خوا ته چې ورغلو نو هغه راهِب