Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

په خپل آخري وخت كښې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ته اوفرمائيل: بچيه! زما د معلوماتو مطابق اوس په دُنيا كښې يو راهِب هُم داسې نشته چې په صحيح ديني تعليم باندې عمل كوي، عنقريب به د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي، ته د هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) په خدمت كښې حاضر شه. هغه راهِب حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ته د مدينے مُنَوَّرے مُتَعَلِّق اووئيل او د خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بعضې نښې ئې هُم ورته اوښودلې. ملكِ شام ته به د عربو قافِلے تلې راتلې. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د يوے قافِلے سره شريك شو او مدينے مُنَوَّرے ته ئې سفر شروع كړو، په لاره كښې چې د قافلے والؤ حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ يواځې اوليدلو نو نِيَّت ئې خراب شو او حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ئې د يو كافِر په لاس خرڅ كړو.[1]

     د رواياتو مطابق حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ لس ځله خرڅ شوے وو،[2]  آخر دا چې په خرڅولو خرڅولو مدينے مُنَوَّرے ته را اُورَسيدلو او هلته ئې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتللو اِنتِظار شروع كړو.

     آخر اِنتِظار ختم شو، دا يوه ډيره ښکلې ورځ وه، حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د خپل دُنياوي مالِك په باغ كښې كجورې شوكولې چې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ خبر واوريدلو چې نبـئ آخرُ الزَّمان، شاهِ كون و مكان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مكے مكرمے نه هجرت كړے دے او د قُبا مقام ته ئې تشريف راوړے دے. دې خبر د هغوئي په زړه کښې د عِشق شمع نوره روښانه كړه، د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ زړه بے قراره شو، په كلونو ئې


 

 



[1]...طبقات اِبْنِ سعد، جلد:4، صفحہ:56۔

[2]...بخاری،کتاب مناقب الانصار، باب اسلام سلمان فارسی، صفحہ:993، حدیث:3946۔