Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

د خپل لاس ګټه خوړل به ئې خوښول

    د حضرت ابُو عُثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: زه د خپلو لاسو د  ګټې نه خوراك كول خوښووم.[1]

     حضرت حَسَن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د ديرش زره مسلمانانو اَمير وو او د هغوئي وظيفه پينځه زره درهمه وه. د دې باوُجود د هغوئي د دُنيا نه د بےرغبتئ دا حالت وو چې د هغوئي صرف يو څادر وو، هغه به ئې اغوستلو او خلقو ته به ئې خطبه وركوله او د اوده كيدلو په وخت کښې به ئې هغه څادر نيم لاندې کړو او نيم به ئې د پاسه په خپل ځان خور کړلو. چې كله به ورته وظيفه راغله نو هغه به ئې په مسلمانانو خرچ کړه او پخپله به ئې په خپلو لاسو مباركو د كجورو د پانړو نه ټوكرئ [شكَرَئ] جوړولې او ګزاره به ئې پرې كوله.[2]

     سُبْحٰنَ الله! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! څومره ښكلے انداز دے! حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د ديرش زره مسلمانانو اَمير وو، ښكاره خبره ده چې ډير مصروفيات به ئې وو، د دې باوُجود به هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په خپلو لاسو ګټه كوله او ګزاره به ئې پرې كوله. او څومره ښكلي خبره ده چې د خپلې وظيفے پينځه زره درهمه به ئې


 

 



[1]...اللہ والوں کی باتیں، جلد:1، صفحہ:372۔

[2]...زُہد لامام احمد بن حنبل، باب زُہدُ سلمان الفارسی، صفحہ:173، حدیث:815۔