Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

صرف يو لوښے وو چې د اوداسه يا جامو وينځلو د پاره به په كار راتلو.[1]

    اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! اے عاشِقانِ رسول! دا وو د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوان حالت....! چې د دُنيا د محبت نه به لرې اوسيدل او هر وخت به ئې د آخرت فِكر کولو، اوګورئ! حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ سره صرف يو لوښے دے او هغې ته زيات سامان وائي او ژاړي چې ما زيات مال جمع كړے دے.

    نن زمونږه حال د دې بالكل خلاف دے، په زرګاؤ روپئ آمدن مو وي، بينك بيلنس هم وي، ګاډے هُم راسره وي، په كور كښې راسره د ضروري سامان نه علاوه اضافي سهوليات هم موجود وي خو د دې باوُجود د نور مال و اسباب طلب لرو، شپه ورځ بس روپئ روپئ كوو. كاش چې مونږ ته هم د دُنيا نه بےرغبتي نصيب شي، كاش چې د آخرت فکر رانصيب شي او مونږه د دُنياوي ژوند ښائسته كولو د پاره در په در د ټوکرو خوړلو په ځائے تَـوَكُّل اِختيار كړو، شكر ادا كوونكي جوړ شو او د خپل آخرت ښائسته كولو فِكر اوكړو.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

تَـوَكُّل څومره ښه عمل دے!

     د حضرت مُغيره بِن عبدُ الرَّحمٰن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ يو ځل حضرت عبدُالله بِن سلام رَضِیَ الله عَنْهُ ته اوفرمائيل: كه تاسو زما نه مخكښې وفات شئ نو د راتلونكو حالاتو نه ما خبر كړئ او كه زه ستاسو نه مخكښې وفات شوم نو زه به تاسو خبرووم.. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ مخكښې وفات شو.


 

 



[1]...اللہ والوں کی باتیں، جلد:1، صفحہ:364۔