Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

دے.[1] د هغوئي د نِسبت په وجه مدائن ته سَلمان پاك هم وئيلے كيږي.

د الله پاك څلور محبوب بندګان

    حضرت اَبُو بُرَيده رَضِیَ الله عَنْهُ د خپل والِد نه روايت كوي چې تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: الله پاك ما ته څلورو خلقو سره د محبت كولو حكم راكړے دے او ما ته ئې خبر راكړے دے چې الله پاك هم د هغو څلورو سره محبت كوي. صحابۀ كرامو رَضِیَ الله عَنْهُمْ عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغه څلور څوك دي؟ اوئې فرمائيل: علـي، سَلمان، اَبُوذَر او مِقداد (رَضِیَ الله عَنْهُمْ).[2]

جَنَّت د څلورو صحابه مُشتاق دے

     په يو روايت كښې دي: حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:  جَنَّت د (1) علـي بِن اَبِـي طالِب (2) عَمَّار بِن ياسِر (3) سَلمان فارسي او (4) مِقداد بِن اَسوَد (رَضِیَ الله عَنْهُمْ) مُشتاق دے [يعنې جَنَّت د دې څلورو هستئو شوق لري].[3]

د عِلم نه ختميدونكے سمندر

     حضرت زاذان كِندِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه روځ مونږه د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ په خدمت كښې حاضر وو، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ذِكرِ خير اوكړو، اوئې فرمائيل: د سَلمان فارسي په شان په تاسو كښې څوك كيدے شي؟ هغوئي د اَهلِ بيتو نه


 

 



[1]...تاریخِ اِبْنِ عساکر، جلد:21، صفحہ:376۔

[2]...اِبْنِ ماجہ،المقدمہ، باب فضل سلمان، صفحہ:37، حدیث:149۔

[3]...معجم کبیر، جلد:6، صفحہ:215، حدیث:6045۔