Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

په نورو مسلمانانو خرچ كول. سُبْحٰنَ الله! سُبْحٰنَ الله!

      الله پاك دِ مونږ ته هم د نورو مسلمانانو د خدمت كولو او د مسلمانانو د خيرخواه جوړيدلو توفيق راعطا كړي. كاش چې! د خپلو لاسو د ګټې خوړلو عادت مو جوړ شي.

د ناحقه سُوال وَبال

     بدقسمتئ سره نن صبا ورځ په ورځ زمونږ په مُعاشره كښې د ناحقه سوال وبال زياتيږي، بعضې طاقتور، په بدن روغ ځلمي سُستي كوي، د محنت نه ځان پټوي، ناحقه ځان ذليله كوي او خلقو ته لاس نيسي. ياد لرئ! د پيشے په طور سُوال كول حرام او جَهَنَّم ته بوتلونكےكار دے، څوك چې د شرعي اجازت نه بغير سُوال كوي، هغه د ځان د پاره د جَهَنَّم اور اخلي او دغه شان چې څومره مال زيات حاصل كړي، هغه همره به د زيات اور حقدار اوګرځي. * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كوم كس چې بغير د حاجت نه  سُوال كوي، ګويا هغه سكروټه خوري.[1] * په يو حديثِ پاك كښې فرمائي: څوك چې د مال زياتولو د پاره سُوال كوي، هغه سكروټې غواړي، كه زياتې اوغواړي او يا لږې اوغواړي.[2] * په ” شُعَبُ الْاِيْمان“ كښې دي: كوم كس چې د خلقو نه سوال اوکړي، حالانكه نه هغه ته لوږه رسيدلي ده او نه ئې دومره اولاد دے چې د هغوئي [د نفقے] طاقت نه لري، هغه به په ورځ د قيامت داسې راځي چې د هغه په مخ به غوښه نه وي.[3] * مكي مدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: دُنيا خوږه او شنه ده، چا چې په دې كښې په حلاله طريقه ګټه اوكړه او هغه ئې د هغې په حق كښې


 

 



[1]...معجم الکبیر، جلد:2، صفحہ:400، حدیث:3426۔

[2]...مسلم، کتاب الزکاۃ، باب کراہۃ ، صفحہ:372، حدیث:1041۔

[3]...شعب الایمان،  باب في الزكاة، جلد:3، صفحہ:274، حدیث:3526۔