Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

ځل دُرُود شريف اولولي، زه به د هغه د پاره لس نيكئ ليكم، د هغه  10 ګناهونه به مُعاف كړم او 10 درجے به ئې اوچتې كړم او هُم دومره رحمتونه به پرې نازِلووم.[1]

د بيان اوريدلو نيتونه

مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.

”سلام“ افضل ترين عمل دے

     د الله پاك خوږ او آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې كله هجرت اوفرمائيلو او مدينه مُنَوَّره ته ئې تشريف راوړلو نو دلته [په مدينه مُنَوَّره كښې] ئې د مُهاجِرينو او اَنصارو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په مينځ كښې ورورولي قائمه كړه. په دې سلسله كښې ئې


 

 



[1]...مُسْنَدِ اَحْمد، جلد:5، صفحہ:509، حدیث:16352۔

[2]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔