Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
حضرت سَلمان فارسي او حضرت ابُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُما په خپل مينځ كښې ورونړه جوړ كړل.
په دې وجه به حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ او حضرت ابُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُ په خپل مينځ كښې ډير محبت كولو. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِصالِ ظاهِري نه پس حضرت ابُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُ مُلكِ شام ته تشريف يوړلو او حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د عراق ښار مدائن ته تشريف يوړلو.[1]
د يو ځل خبره ده چې حضرتِ اَشعَث بِن قَيس او حضرت جرِير بِن عبدُ الله بَجلي رَضِیَ الله عَنْهُما د مُلكِ شام نه عراق ته راغلل، دې دواړو حضراتو حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ نه وو ليدلے، په پوښتنه پوښتنه د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په خدمت كښې حاضر شول، هغه وخت حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په يوه وړوكي خيمه كښې تشريف فرما وو، حضرت اَشعَث بِن قَيس او حضرت جرِير بِن عبدُ الله بَجلي رَضِیَ الله عَنْهُما ورته سلام عرض كړو، حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ورته د سلام جواب وركړو، بيا دې دواړو ترينه تپوس اوكړو چې آيا تاسو حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ئې؟ اوئې فرمائيل: آؤ! زه سَلمان يم. هغوئي تپوس اوكړو: هغه سَلمان كوم چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابي دے؟ حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: دا خو ما ته نه ده معلومه چې زه صحابي يم او كه نه. دا ئې چې واوريدل نو حضرت اَشعَث بِن قَيس او حضرت جرِير بِن عبدُ الله بَجلي رَضِیَ الله عَنْهُما په شك كښې پريوتل او په خپل مينځ كښې ئې اووئيل: كيدے شي مونږ چې د چا سره ملاقات كول غوښتل، دا هغه نه دے. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ورته اوفرمائيل: تاسو چې د چا سره ملاقات كول غواړئ، زه هُم هغه يم. ما د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار كولو شرف حاصل كړے