Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
دے او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صُحبَتِ بابركت راته هُم حاصل شوے دے خو (په حقيقت كښې) صحابي هغه دے كوم چې به د حُضُورِ نبـي پاك صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره جَنَّت ته داخل شي.
د دې نه پس حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د هغوئي نه تپوس اوكړو: تاسو دواړه څنګه راغلي ئې؟ هغوئي عرض اوكړو: مونږه د مُلكِ شام نه ستاسو د ورور حضرت اَبُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُ د خوا نه راغلي يُو. دا ئې چې واوريدل نو حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ فوراً اوفرمائيل: زما ورور چې ما ته كومه تُحفه راليږلې ده، هغه ما ته راكړئ....! دواړه حضرات اشعَث بِن قَيس او جرير بِن عبدُ الله رَضِیَ الله عَنْهُما حىران پاتې شو او عرض ئې اوكړو: جناب! هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ستاسو د پاره هيڅ تحفه نه ده راليږلي. حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ورته اوفرمائيل: څوك چې هُم د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ له خوا نه راځي، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ زما د پاره ضرور تُحفه راليږي، لِهٰذا د الله پاك نه اُويَريږئ او امانت ادا كړئ. عرض ئې اوكړو: جناب! دا زمونږه ساز و سامان دے، دا چې څنګه تاسو استعمالول غواړئ، استعمال ئې كړئ، البته حضرت اَبُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُ ستاسو د پاره هيڅ تحفه نه ده راليږلي. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: ما ته ستاسو د مال هيڅ ضرورت نشته، ما ته خو بس هغه تُحفه پكار ده كومه چې زما ورور ما ته راليږلي ده. بيا هغوئي دواړو حضراتو قَسَم اُوخوړلو او عرض ئې اوكړو چې حضرت اَبُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُ څه تُحفه نه ده راليږلي. چې كله مونږه د هغه ځائے نه راروانيدلو نو هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ صرف دومره اوفرمائيل چې په عراق كښې يو داسې صحابيِ رسول رَضِیَ الله عَنْهُ اوسيږي چې كله به هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې يواځې حاضر وو نو حُضُورِ اَنوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به د بل چا حاجت نه وو، چې كله تاسو د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ سره ملاقات اوكړئ نو هغوئى رَضِیَ الله عَنْهُ ته زما سلام اووائې.