Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

داسې نرم زړه والا او د يو بل سره داسې مينه محبت كوونكي وو څنګه چې پلار د خپل ځوئ سره [محبت] كوي.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په دې مبارك انداز كښې زمونږ د پاره هم نصيحت دے، مونږ له پكار دي چې مونږه کله هُم د خپلو مسلمانانو ورونړو سره په زړه كښې نفرت، بُغض وكينه (يعني پټه دُښمني) نه ساتُو، خپل زړه صفا سوتره ساتُو او د خپلو مسلمانانو ورونړو سره صرف او صرف د الله پاك د رِضا د پاره مَحَبَّت کوو. په حديثِ پاك كښې دي: مسلمانان په خپل مينځ كښې د يو بدن په شان دي چې [د بدن] په يو اندام کښې تكليف وي نو ټول اندامونه ئې تکليف محسوسوي.[2]

     الله پاك دِ مونږ ته په خپل مينځ كښې مينه و محبت، اِتِّفاق و اِتِّحاد او ورورولي رانصيب کړي او شفقت و نرمئ سره دِ د يو ځائے ژوند تيرولو توفيق راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(2) اصل افضليت هغه دے كوم چې بنده جَنَّت ته رَسَوي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ ښکلې او د نصيحت نه ډكه واقعه مونږه واوريدله، په دې لږ غور اوكړئ! چې كله حضرت اَشعَث بِن قَيس او حضرت جرِير بِن عبدُ الله رَضِیَ الله عَنْهُما د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ نه تپوس اوكړو چې آيا تاسو صحابي ئې؟ نو حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ يقيناً صحابـئ رسول دے خو هغوئي د آخرت د سوچ نه ډك جوا ب ورکړو چې په حقيقت كښې خو


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:26، سورۂ فتح، زیر آیت:29، جلد:9، صفحہ:387۔

[2]...مسلم، کتابُ الْبِر وَ الصِّلہ، صفحہ:1001، حدیث:2586۔