Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

اولګوي نو د هغې اُلټا الفاظ سم شي، دغه شان ته هم اودس اوكړه، جمات ته لاړ شه او د خپل ربِّ كريم په بارګاه كښې خپل تندے كيږده (يعني سجده اوكړه)، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! ستا وران كارونه به هُم سم شي.

     الله پاك دِ مونږ ټولو ته د فرض لمُونځونو سره سره د ډيرو ډيرو نوافلو ادا كولو او په كثرت سره د سجدو كولو سعادت را نصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مولا علـي رَضِیَ الله عَنْهُ مختصر تعارف

    * اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ په 13 رَجَبُ الْمُرَجَّب په مكه مكرمه كښې پيدا شو * مور د هغوئي نوم حيدر او پلار علـي كيښودو * حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د اَسَدُ الله لقب وركړے وو * د دې نه علاوه مُرتَضٰى (يعني مُنتخَب كړے شوے)، كَرَّار (يعني بيا بيا حمله كوونكے) شيرِ خُدا او مولا مُشكِل كُشا د حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ مشهور القاب دي * حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تره ځوئ دے.[1] * د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د شهادت نه پس اَنصار و مُهاجرينو د حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ بيعت اوكړو، دغسې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن او خَلِيْفَةُ الْمُسْلِمِيْن مُنتخب شو* حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ 4 كاله، 8 مياشتې او 9 ورځې د خليفه پاتې كيدو نه پس په 21 رَمَضَانُ المُبارَك د د ې فاني دُنيا نه رُخصَت شو.[2]


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:8، صفحہ:412خلاصۃً۔

[2]  ...معرفۃ الصحابۃ: جلد 1، ص، 100۔