Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
خلقو په خپلو څاروو هم اوبه اوڅښلې او مشکونه ئې هُم ترينه ډک کړل، بيا هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه ګَټ بيرته په خپل ځائے کيښودو.
د ګِرجے عيسائي راهِب چې دا کرامت اوليدو نو د حضرتِ سيِّدُنا علىُّ المُرتَضٰى شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خِدمت کښې ئې عرض اوکړو چې: آيا تاسو نبي ئې؟ هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: نه. هغه تپوس وکړو: آيا تاسو فرښته ئې؟ اوئې فرمائيل: نه. هغه اووئيل چې بيا تاسو څوک ئې؟ هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل چې: زه د پيغمبرِ مُرسَل حضرتِ سيِّدُنا مُحمَّد بِن عبدُالله خاتَمُ النَّبِىّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابي يم او ما ته تاجدارِ رِسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو څو خبرو وصِيَّت هُم فرمائيلے دے. دا ئې چې واوريدل نو هٰغه عِيسائي راهِب کلِمه اووئيله او مسلمان شو. شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ترينه تپوس وکړو چې تا د دومره مودے پورې اسلام ولې نه وو قبول كړے؟ رَاهِب اووئيل چې زمونږه کتابونو کښې ليکلي شوي دي چې د دې ګِرجے خوا ته د اوبو يوه پټه چينه ده، هغه چينه به هٰغه کس راښکاره کوي چې هغه به يا نبي وي يا به صحابي وي. چنانچه زه او زما نه مخکښې ډير راهِبان په دې ګِرجه کښې په هُم دې انتِظار کښې اوسيدل. نن تاسو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا چينه راښکاره کړه نو زما مُراد پوره شو ځکه ما دِينِ اِسلام قبول کړو. د راهِب بيان ئې چې واوريدو نو شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په ژړا شو او دومره ئې اوژړل چې ګِيره مُبارکه ئې په اوښکو لَـمده شوه، بيا ئې ارشاد اوفرمائيلو: اَلْحَمْدُ لِلّٰه! چې د دوئي په کتابونو کښې هم زما ذِکر دے.[1]
مرتَضٰی، شیرِ خُدا، مَرحَب کُشا، خَیْبَر کُشا سَرْوَرا، لشکر کُشَا، مُشْکِل کُشا، اِمداد کُنْ
وضاحت: اے مُرتَضٰى (يعني خوښ او مقبوله) اے د الله تعالٰى ازمرِيه، اے مَرحَب زمکې ته راويشتو والا! (مَرحَب بن حارِث يهودي، د عربو نوموړے پهلوان او د قلعۀ خيبر رئيسِ