Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
يوه ورځ حضرت عبدُالله بِن سلام رَضِیَ الله عَنْهُ په خوب كښې حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ اوليدلو نو تپوس ئې ترينه اوكړو: اے ابُو عبدُالله څنګه ئې؟ اوئې فرمائيل: په خيريت يم. حضرت عبدُالله بِن سلام رَضِیَ الله عَنْهُ ترينه تپوس اوكړو: تاسو كوم عمل افضل اوموندلو؟ اوئې فرمائيل: ما تَـوَكُّل ډير ښه اوموندلو. په يو روايت كښې دي: حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ درې ځله اوفرمائيل: ته تَـوَكُّل په خپل ځان باندې لازم كړه، دا څومره ښه عمل دے. [1]
الله پاك دِ مونږ ته هم د تَـوَكُّل (يعني د الله پاك په ذات باندې د يقين ساتلو) توفيق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت ابُو بَختـري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ يوه وينزه وه، هغوئي هغې ته اوفرمائيل: لمُونځ ادا كړه، وينزې اِنكار اوكړو. بيا ئې ورته اوفرمائيل: اے زنانه! يوه سجده اوكړه! هغې د يوے سجدے كولو نه هم اِنكار اوكړو. چا عرض اوكړو: اے اَبُو عبدُ الله! د يوے سجدے كولو سره به دې ته څه فائده حاصله شوي وے؟ اوئې فرمائيل: كه دې يوه سجده كړي وے نو دې ته به د پينځه واړه لمُونځو توفيق نصيب شوے وے.[2]