Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

د سجدے په فضيلت باندې درې احاديث

    اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! اے عاشِقانِ رسول! د الله پاك په بارګاه كښې د سجدے توفيق نصيب كيدل ډير لوئ سعادت دے * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بنده د سجدے په حالت كښې خپل ربّ كريم ته ډير نِزدے وي، ځکه تاسو په سجده كښې په كثرت سره دُعاګانې كوئ![1] * د مُسلمِ شريف په حديثِ پاك كښې دي، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په كثرت سره سجدے كوئ ځكه چې كله هم تاسو د الله پاك د پاره سجده اوكړئ، الله پاك به ستاسو يوه درجه اوچتوي او د دې په بدله كښې به ستاسو يوه خطا مُعاف كوي.[2] * د حضرت اَبُوهُريره رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د سجدے د نښو نه علاوه به د انسان ټول بدن اور سيزي، الله پاك په دوزخ حرام كړي دي چې هغه د سجدے نښې اوسيزي.[3]

د اِسټام ليك

    شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خپل بے بها كتاب ”فيضانِ نماز“صفحه 258 کښې ليكي: يو نيك بنده ته چا خپلې پريشانئ بيانولې چې كوم كار كووم اُلټا كيږي، څه اوكړم؟ هغه نيك بنده ترينه تپوس اوكړو: اِسټام (يعني مُهر) دِ ليدلے دے؟ اوئې وئيل: آؤ، ليدلے مې دے. تا ته معلوم دي چې د اِسټام ليكل څنګه وي؟ عرض ئې اوكړو: په هغې باندې اُلټا ليكل وي. ورته ئې اُوفرمائيل: آيا ته بيانولے شې چې هغه څنګه سميږي؟ جواب ئې وركړو: چې كله اِسټام په كاغذ اولګي نو الفاظ ئې سم شي، هغوئي ورته اوفرمائيل: څنګه چې مُهر خپل تندے په كاغذ


 

 



[1]...مسلم، صفحہ:198، حدیث:1083۔

[2]...مسلم، صفحہ:199، حدیث:1093۔

[3]...مسلم، صفحہ:96، حدیث:451۔