Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مسلمانانو د څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ ډير زيات فضائل دي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: حُبُّ عَلِـیٍّ یَاْکُلُ الذُّنُوْبَ کَمَا تَاْکُلُ النَّارُ الْحَطَبَ يعني د علـي محبت ګناهونه داسې خوري څنګه چې اور لرګي سيزي.[1]
د كرامت په ليدلو راهب كَلِمه اولوستله
مُقامِ صِفِّين ته د تللو په دوران کښې د حضرتِ سيِّدُنا علىُّ المُرتَضٰى شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لښکر په يو داسې ميدان تيريدو چې هلته اوبه نه وې، پوره لښکر د تندې د لاسه بيتابه شو. هلته يوه ګِرجه [چرچ، يعني د عيسايانو عِبادت خانه] وه، د هغې راهِب اووئيل چې د دې ځائے نه دوه فَرسخه (يعني تقريباً څوارلس کلوميټره) وړاندې به اوبه پيدا كړے شئ. څه حَضَراتو د اوبو څښلو د پاره هلته د تللو اِجازت اوغوښتو، دا ئې چې واوريدل نو حضرتِ سيِّدُنا علىُّ المُرتَضٰى رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په قچر سور شولو او د يو ځائے طرف ته ئې اِشاره اوکړه او د هغې د کنستلو حُکم ئې اوفرمائيلو، کنستل شروع شو، يو ګَټ پکښې راښکاره شو او د هغې د راوِيستلو ټول کوششونه ناکامه شو، دا ئې چې اوکتل نو مَولٰى علي مُشکل کشا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سوَرلئ نه کوز شو او د دواړو لاسو ګوتې ئې د هغه ګَټ په چاودي کښې واچولې او په زور ئې راښکلو نو هغه ګَټ را اُو وتو او د هغې نه لاندې د ډيرو صفا او رنړو اوبو چينه راښکاره شوه! او ټول لښکر په هغې ښه موړ شو.