Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

صحابـي هغه دے كوم چې به په جَنَّت كښې هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي، لِهٰذا ما ته معلوم نه دي چې زه صحابـي يم او كه نه يم.

     سُبْحٰنَ الله! د حضرت سَلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ د آخرت سوچ اوګورئ! هغه مباركو خلقو به څنګه خپل صفتونه د عاجزئ په وجه پټول، د اعلٰى نه اعلٰى صفت موجود کيدلو باوجود به هم هغوئي خپل ځان ښه نه ګنړلو. لِـهٰذا مونږ ته د دې نه دا سبق حاصل شو چې اَصل فضيلت او اَصل  صفت هغه دے كوم چې په ورځ د قيامت بنده جَنَّت ته اُورسوي، ګنې بنده سره که په زرګاؤ صفتونه وي، که ډاكټر جوړ شي او که انجينئر جوړ شي، که اعلٰى نوكري ورته ميلاؤ شي، که ډيره اوچته عُهده ورته ملاو شي، د نوم سره ئې که غټ غټ القابات هم اولګي، الغرض که په زرګاؤ قِسمه [دُنياوي] فضيلتونه ورته هم حاصل شي خو كه د الله پاك رِضا ئې حاصل نه كړه نو دا هر څه بےكاره دي.

چې آخر مرګ دے نو ...

     يوه ورځ حضرت پير مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، يو نجومي راغے او راتلو سره ئې د هغوئي تعريف اوكړو او اوئې وئيل چې د جناب طالِع (يعني قِسمَت) كمال ته رسيدلے دے او ستورے ئې اوچت دے.

     دا اندز خپل ځان ښه ګنړلو كښې اخته كولو والا وو، د مِثال په طور، که څوك راشي او مونږ ته داسې خبرې اوكړي، زمونږ صفت شروع كړي نو مونږه به د خپل تعريف اوريدلو په وجه په جامو كښې نه ځائيږو او د خپل ځان ښه ګنړلو په آفت كښې به اخته شو خو د الله پاك د بندګانو انداز عجيبه دے، هغوئي ته د شيطان دوكې ښے معلومې وي، حضرت پير مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د نجومي خبرې