Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

لږ سعت پس حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راغلو نو حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورپاڅيدلو او د هغوئي تندے يـې ښکل کړو او غاړه يـې ورکړه. ([1])

(4): د قيامت په ورځ د حبيب او خليل قربت

د حضرت معاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت په ورځ به د عرشِ اعظم مخې ته زما او د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  د پاره يو مِنبَر کيښودلے شي او د ابو بکر د پاره به يوه کرسئ کيښودے شي په کومه به چې دے کښيني او يو اعلان کوونکے به اعلان کوي: یَا لَکَ مِنْ صِدِّیْقٍ بَیْنَ خَلِیْلٍ وَحَبِیْبٍ يعنې د صِدِّيق د عظمت به څه وايې! چې هغه د خليلُ الله او حبيبُ الله ترمينځه تشريف فرما دے.([2])

نہایت متقی و پارسا صِدِّیقِ اکبر ہیں

تِقَی ہیں بلکہ شاہِ اَتْقِیَا صِدِّیقِ اکبَرْ ہیں

اَمِیْرُ الْمُؤمِنِیْں ہیں آپ اِمَامُ الْمُسْلِمِیْں ہیں آپ

نبی نے جنّتی جن کو کہا صِدِّیقِ اکبر ہیں([3])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

په غار کښې د جنّت وَله راووتله

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خاصيت دا دے چې هغوئي يارِ غارِ مصطفٰے [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] دے. د مکے نه د مدينے په لور د هجرت کولو په وخت سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... تاریخِ مدینۃ دمشق، جلد:30، صفحہ:155۔

[2]... تاریخِ بغداد، رقم:2584- احمد بن محمد ...الخ، جلد:5، صفحہ:151۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:565، 566 ملتقطًا۔