Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
په شانِ صِدِّيقي کښې څلور حديثونه مبارک
(1): صِدِّيقِ اکبر په جنّت کښې د انبيائے کرامو سره
د حضرت جابر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې نبئ کريم، رؤوفٌ رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: فرښتې به ابو بکر صِدِّيق د قيامت په ورځ راولي او د انبياؤ او صِدِّيقينو سره به ورله په جنّت کښې ځائے ورکړي. ([1])
(2): صِدِّيقِ اکبر ته په جنّت کښې تود هر کلے
د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: جنّت ته به يو داسې کَس داخل شي چې ټول جنّت والا به هغه ته آواز کوي او وائي به: مرحبا! مرحبا! دلته تشريف راوړئ، دلته تشريف راوړئ. حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير په تعجب [حيرانتيا] سره پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا مونږ به هم هغه کَس ليدلے شو؟ حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے ابو بکر! هغه جنّتي کَس هم تۀ يـې. ([2])
(3): د قيامت په ورځ د صِدِّيقِ اکبر شفاعت
د حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يوه ورځ مونږ د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې حاضر وو، هغوئي اوفرمائيل: اوس به ستاسو خوا له هغه کَس راشي کوم چې زما نه پس په ټول اُمت کښې افضل دے، هغه به د قيامت په ورځ د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام په شان شفاعت کوي. حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې