Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

اوکړي خو د هغه په زړه کښې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بغض موجود وي نو صرف دا يوه ګناه دومره غټه ده چې د هغه د ټولو نيکو نه به درَنه شي او هغه به د جنّت نه محرومه پاتې شي. اَلاَمَانُ وَالـحَفِيظ!

د صِدِّيق په دښمن باندې لعنت وَريږي

صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مِنبر باندې جلوه فرما شو، د الله پاک حمد او ثنا يـې بيان کړله، بيا يـې اوفرمائيل: ابوبکر چرته دے؟ صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه دلته حاضر يم. اوئې فرمائيل: ابو بکر! زما خوا ته راشه! هغوئي خوا ته ورغلو، زما او ستاسو آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلې سينې ته راجُخت کړلو او په خپلو ښکلو ښکلو نوراني شونډو مبارکو يـې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تندے ښکل کړو.

حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږه اوليدل چې هغه وخت د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو مبارکو نه اوښکې بهيدلې، هغوئي د صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  لاس اونيولو او په اوچت آواز يـې اوفرمائيل: اے د مسلمانانو ډلې! دا ابوبکر صِدِّيق دے، دے د مهاجرينو هم سردار دے، د انصارو هم سردار دے، دے زما ملګرے دے، ده زما هٰغه وخت تصديق اوکړو، کله چې خلقو زه دروغ ګڼلم، بس څوک چې د ده سره بغض ساتي، په هغه باندې دې د الله پاک او د لعنت کوونکو لعنت وي...!!! ([1])

د الله پاک پناه! اے عاشقانِ رَسُول! دُعا اوکړئ! چې الله پاک مونږه تر مرګه پورې د داسې سپيره والي نه محفوظه اوساتي، يقين اوکړئ! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان بے ادبي


 

 



[1]... الریا ض النضرۃ، الباب الرابع فیما جاء مختصًا بالاربعۃ  الخلفا،جز:1، صفحہ:42 ملتقطًا ۔