Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د زُلفو او د سر د ويښتو سُنَّت او آداب
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د چا چې ويښته وي هغه دې د هغې اِکرام کوي. ([2]) يعني هغه دې وينځي، تيل دې ورکوي [يعنې غوړوي دې] او ګمنځوي دې.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زُلفان مُبارک به کله د غوږونو مبارکو د نيمې پورې * کله به د غوږونو مبارکو د آخرئ حصې پورې او * بعضې وخت به چې غټ شول نو اُوګې مبارکې به يـې ښکلولې يعني د اوګو مبارکو سره به لګيدل * مونږ له پکار دي چې موقع په موقع درې واړه سُنَّت ادا کوو، يعني کله د غوږونو د نيمې پورې، نو کله د دواړو غوږونو پورې او کله تر اوګو پورې ويښته پريږدو *بعضې خلق [په ويښتو کښې] ګڅ طرف ته يا ښي طرف ته لاره [يعنې کرښه] اوباسي دا د سُنَّت خلاف کار دے * سُنَّت دا دي چې که د چا په سر باندې ويښته وي نو په مينځ کښې دې لار اوباسي * نارينه ته اختيار دے چې د سر ټول ويښته اوخَرَئي يا يـې غټ کړي او په مينځ کښې يـې لاره [يعنې کرښه] اوباسي * حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په سر مبارک اکثر تيل لګول [يعنې