Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
علمائے کرام فرمائي: د الله پاک د پټ تدبير نه بالکل بې ويرې کيدل ګناهِ کبيره ده. ([1])
کاش چې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په وسيله مونږ ته د الله پاک نه د ويرې دولت رانصيب شي، کاش! کاش! کاش چې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په وسيله زمونږه آخري وخت د نيکو، ښو اعمالو والا شي او مونږ ته د ايمان او عافيت سره د ګنبدِ خضرا د سوري لاندې د شهادت مرګ رانصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
ایماں پہ رَبِّ رحمت دیدے تُو استقامت دیتا ہوں واسطہ میں تجھ کو تِرے نبی کا([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يو څو فضيلتونو او اعلیٰ صفتونو اوريدو سعادت حاصل کړو * حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه د اوچتې مرتبې والا شخصيت دے چې هغوئي ته به په جنّت کښې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ګاؤنډ نصيب کيږي * ټول جنّتيان به په مرحبا! مرحبا! وئيلو سره هغوئي ته هرکلے وائي * هغوئي به د قيامت په ورځ د نبيانو په شان شفاعت کوي * هغوئي به د قيامت په ورځ د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او حضرت ابراهيم خليل الله عَلَیْهِ السَّلَام ترمينځه کښينولے شي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې د هغوئي سره بغض ساتي، که هغه د اوياؤ نبيانو برابر نيکئ هم راوړي، بيا به هم جنّت ته نشي تلے * څوک چې د هغوئي سره بغض ساتي، په هغه باندې لعنت وَريږي * په قرآنِ کريم کښې مونږ ته د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په لاره باندې د تللو، د هغوئي د سيرت نه رڼا اخستلو باندې د خپل ژوند ښائسته کولو او د خپلو اخلاقو او کردار ښه کولو حکم راکړے