Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
قسم وي! ما د رزق فکر پريښودے دے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نور درې اعلیٰ صفتونه دي، (1): تَـبَتَّل: يعنې د هر چا نه کټ کيدل او د يو الله پاک کيدل، په زړۀ کښې صرف د هغه ياد ساتل (2): تَفوِیض: يعنې خپل ټول معاملات په الله پاک باندې سپارل او دا يقين کول چې څه الله پاک غواړي، هم هغه به کيږي (3): او تَوَکُّـل: يعنې په الله پاک باندې کامِل باور لرل.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا درې واړه ډير اهم صفتونه دي. کوم بنده چې دا درې واړه صفتونه اختيار کړي، هغه ته سکون هم نصيب کيږي، کاميابي يـې هم نصيب کيږي، ترقي هُم کوي، د الله پاک خاص مدد او نصرت يـې هم نصيب کيږي، داسې بنده د پريشانو نه هم بچ کيږي او که الله پاک اوغواړي نو د دې درې واړو صفتونو په برکت يـې آخرت هم ښه کيږي.
وړومبے صفت دے: تَـبَتَّل: يعنې د ټولو نه کټ کيدل او د رَبّ کيدل. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَ تَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًاؕ(۸) (پارہ:29،اَلْمُزَّمِّل:8)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او د خپل رَبّ نوم ياد کړه او د ټولو نه جُدا شوے هُم د هغه جوړ شوے اوسه.
د کاميابئ، ترقئ او د اوچتو درجو حاصلولو دا اهم ترين اصول دے، د ډاکټراقبال د شعر يوه مصرعه ده: