Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

آيت مبارک کښې الله پاک مونږ ته د چا په شان کيدلو حکم کړے دے؟ اوئې فرمائيل: په دې آيت کښې حکم شوے دے چې تاسو د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شان جوړ شئ! (ځکه چې څنګه رَبَّاني يعنې د الله والا حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام  نه پس داسې الله والا بَل هيڅوک نشته). ([1])

په قرآنِ کريم کښې په يو بَل ځائے کښې ارشاد دے:

وَّ اتَّبِـعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ       (پارہ:21، سورۂ لقمان:15)

 [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او زما طرف ته د رجوع کوونکي کس په لاره ځه

سُلطَانُ المُفَسِّرِين، حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما فرمائي: په دې آيت مبارک کښې د مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ يعني د الله پاک په لور د رجوع کوونکي نه مراد حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے. ([2])

الله پاک دې مونږ ته د يارِ غارِ رسول حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په نقشِ سيرت باندې د تللو، د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاک کردار، نوراني اخلاقو او د ښکلو عادتونو فيضان رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

بھٹک سکتے نہیں ہم، اپنی منزل ٹھوکروں میں ہے

نبی کا ہے کرم اور رہنما صِدِّیقِ اکبر ہیں ([3])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اخلاقو او کردار نه د رڼا اخستو او د هغوئي په نقشِ سيرت باندې د تللو د پاره راځئ چې د هغوئي يو څو  اعلیٰ صفتونه واورو:


 

 



[1]... اللمع فی التصوف، باب ذکر ابی بکر الصدیق...الخ، صفحہ:168۔

[2]... تفسیرِ بغوی، پارہ:21، سورۂ لقمان، زیرِ آیت:15، جلد:3، صفحہ:509۔

[3]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:567۔