Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
او قيوم ته سپارو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ژوند به مو د سکون نه ډک شي.
د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دريم ښکلے صفت دے: تَوَکُّـل: يعنې چې کله هغوئي د قرآنِ کريم دا آيت اولوستلو:
وَ مَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ اِلَّا عَلَى اللّٰهِ رِزْقُهَا (پارہ:12،ہُود:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او په زمکه ګرځيدونکے یو ساه لرونکے هُم داسې نشته چې د هغه رزق د الله په ذِمّۀ کرم نه وي.
د هغې نه پس هغوئي د رزق فِکر پريښودو چې رزق الله پاک په خپل ذمۀ کرم باندې اخستے دے نو بيا به هم هغه ذات ما له رزق راکوي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې هُم داسې تَوَکُّـل اختيار کړو. رزق د الله پاک په ذمۀ کرم دے، هغه به مونږ له رزق راکوي. مونږ له پکار دي چې د رزق په فکر کښې د ورځو شپو تيرولو په ځائے د نيکو کارونو فکر کوو، جنّت ته د تللو فکر کوو. ډير ښکلے روايت دے: څوک چې د الله پاک په کارونو کښې مشغول شي، الله پاک د هغه کارونه سموي.
يقيناً حلال رزق ګټل هم زمونږه ذمه واري ده، په مناسب طور باندې مونږ له هم کار روزګار کول دي خو شپه ورځ د مال او دولت په فکر کښې اوسيدل، دا ښه کار نه دے. چې مونږه د الله پاک په کارونو کښې مشغول شو: * يعنې نيک کارونه کوو * نـمونځونه ادا کوو * عبادتونه کوو * د دِين خدمت کوو * په مَدَني قافلو کښې سفر کوو * د نيکئ دعوت ورکوو، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه دنيائي کارونه هم سم شي.