Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
زما ذمه واري په دوئي نـمونځ کول دي
وئيلے کيږي: يو نيک کَس کوم چې ډير غريب وو، د ماسخُتن د نـمانځه نه چې فارغ شو او کور ته راغلو نو اوئې کتل چې ماشومان يـې اوده شوي دي. هغه د ښځې نه پوښتنه اوکړه: آيا ماشومانو د ماسخُتن نـمونځ کړے دے...؟ ښځې يـې اووئيل: نۀ. په کور کښې د خوراک د پاره څه نه وو، ماشومانو د لوږې نه ژړل، ځکه ما هغوئي ته هسې تسلي ورکړه او اوده مې کړل. هغه نيک کَس اووئيل: دوئي راويښ کړه! او د ماسخُتن نـمونځ پرې اوکړه! ښځې يـې د منت په طور اووئيل: ماشومان اوږي دي، په کور کښې د خوراک د پاره څه نشته، که راويښ شول نو بيا به ډوډئ غواړي، د لوږې نه به ژاړي. ځکه دوئي خوب ته پريږده! خاؤند يـې په ايماني جذبه کښې اووئيل: زما کار دوئي له ډوډئ ورکول نه ده بلکې په دوئي نـمونځ کول دي. زه به خپل کار کووم. د رزق ذمه الله پاک اخستې ده. دا يـې اووئيل او هغه نيک کَس ماشومان راويښ کړل او هغوئي يـې په مصلّه اودرول. اوس لا ماشومان په نـمونځ ولاړ وو چې دروازه اوډبيدله، بهر يو کَس په غټ تال کښې د يو څو قِسمه خوراکونه راوړي وو او ولاړ وو. هغه، هغه تالے هغه نيک کَس له ورکړو او لاړو.
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د تَوَکُّـل برکت...!! د رزق ذمه الله پاک اخستې ده، هغه به مونږه اوږي نه پريږدي. چې مونږ په مناسب طور باندې حلال رزق ګټو او باقي معامله الله پاک ته اوسپارو. په اصل کښې چې مونږ له د څه فِکر کول دي هغه د نيکو کارونو فِکر دے، جنّت ته د تللو او دوزخ نه د بچ کيدو فِکر دے. دا زمونږه په ذمه دے، مونږ له دې ته زياته توجُّه پکار ده. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.