Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

کښې هم نيکان يو * مونږه نن مسلمانان يو، ډيره ښه خبره ده خو ډير اهم دا دي چې مونږه د مرګ په وخت هم مسلمانان يو. خدائے دې نه کړي که زمونږه ايمان د مرګ په وخت سلامت پاتې نه شو، په آخري عمر کښې د دوزخيانو والا کارونو کښې مصروف شو نو په سخت ازميښت کښې به اخته شو. په يو اوږد حديثِ پاک کښې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د آدم عَلَیْهِ السَّلَام اولاد په مختلفو طبقو باندې پيدا کړے شو، په دې کښې بعضې مؤمِنان پيدا شول، د ايمان په حالت کښې به ژوندي وي او مؤمنان به مري. بعضې کافران پيدا شول، د کفر په حالت کښې ژوندي وو او کافران به مري. او بعضې هغه دي کوم چې مؤمنان پيدا شول، د مؤمنانو ژوند يـې تير کړو خو کافران به مړه کيږي، بعضې کافران پيدا شول، په کفر کښې يـې ژوند تير کړو خو د نيا نه به مؤمنان ځي. ([1])

ایماں پہ رَبِّ  رحمت دیدے تُو استقامت                             دیتا ہوں واسطہ میں تجھ کو ترے نبی کا([2])

د پټ تدبير نه ويره نه کول سخت د نقصان کار دے

اے عاشقانِ رَسُول! ضروري دي چې مونږه هر وخت د الله پاک د پټ تدبير نه ويريږو. دا ويره زمونږه په زړه کښې وي چې هئ! زما به څه کيږي؟ هئ زما خاتمه به څنګه وي؟ هم دا ويره ده کومه چې به مونږ د ښې خاتمې په لور بوځي. ځکه په ځان کښې د الله پاک د پټ تدبير ويره ضرور پيدا کول پکار ده. په قرآنِ کريم کښې دي:

فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ۠(۹۹)  (پارہ:9،اَلْاَعْرَاف:99)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو د الله د پټ تدبير نه صرف تباه کيدونکي خلق بے ويرې وي.


 

 



[1]... ترمذی، کتابُ الفِتَن، باب ما اخبر النبی ...الخ، صفحہ:528، حدیث:2191۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:178۔