Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مختصره شان دُعا ده، چې مونږه هم دا دعا ياده کړو، که په عربئ کښې نه وي نو په خپله مورنئ ژبه کښې چې د هر نـمونځ نه پس هم دا دعا کوو: اَللّٰہُمَّ ارْضِ عَنْ اَبِیْ بَکْرٍ وَ عُمَرَ وَ عُثْمَانَ وَ عَلَیٍ وَ ارْحَمْنِیْ بِحُبِّہِم څه پته! چې په مونږه هم رحم اوشي او هم د دې دُعا په برکت زمونږه بخښنه او مغفرت اوشي.
جینا مرنا اُن کی اُلفت میں ہو یارَبّ! اور ہو قُرب جنّت میں عطا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! جُمَادَي الاُخریٰ (يعنې اوس چې کومه اسلامي مياشت روانه ده د دې) په 22 تاريخ يومِ صِدِّيقِ اکبر نـمانځلے کيږي، هُم په دې مناسبت سره به نن مونږه د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يو څو فضيلتونو او اعلیٰ صفتونو اوريدو سعادت حاصلوو. الله پاک دې مونږ ټولو ته د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو خاص طور د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره د رښتونې محبت کولو، د هغوئي د نقشِ سيرت نه د رڼا اخستو او د خپلو اخلاقو او کردار ښه کولو توفيق رانصيب کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تعارف
* حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير د اوچتې مرتبې صحابي دے * د هغوئي نوم: عبد الله. کنيت: اَبُو بَکر او صِدِّيق او عَتِيق د هغوئي مشهور القاب دي. * هغوئي په بالغو نارينؤ کښې وړومبے مسلمان * وړومبے صحابئ رسول * د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اولين دوست * وړومبے خطيبِ اسلام * وړومبے مُبَلِّغِ اسلام (يعنې د دِين تبليغ کوونکے) * وړومبے مُعِينُ الدِّين (يعنې د دِين د پاره مالي او ځاني مدد کوونکے) * وړومبے بانئ مسجد (يعنې په اسلام کښې د ټولو نه وړومبے مسجدِ بيت جوړوونکے) * د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم