Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
پس يو کَس زما خوا له راغے، هغه ډير لوړ [دنګ] وو، د هغه دومره لوړ [دنګ] قد وو چې ما اوليدو نو ما ويره محسوس کړه. هغه ما ته اووئيل: زما سره راځئ! زه د هغه سره روان شوم، هغه کَس زه زما د هٰغه ګاؤنډي د قبر خوا له بوتلم او قبر يـې اوسپړدلو. څنګه چې قبر برسيره شو نو ما اوليدل چې د قبر دننه يو شين باغ دے، په هغې کښې يو ښکلے تخت کيښودے شوے دے او زما هغه ګنهګار ګاؤنډي په هغه تخت باندې ناست دے. ما ترې په حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: ستا دا مرتبه څنګه نصيب شوه...؟ هغه اووئيل: ما به د هر نـمونځ نه پس داسې دعا کوله: اَللّٰہُمَّ ارْضِ عَنْ اَبِیْ بَکْرٍ وَ عُمَرَ وَ عُثْمَانَ وَ عَلَیٍ وَ ارْحَمْنِیْ بِحُبِّہِم اے الله پاکه! د ابو بکر، عمر، عثمان او علي [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم] نه راضي شې او د هغوئي د محبت په وسيله په ما باندې رحم اوکړې.
بس هم د دې دُعا په برکت الله پاک زه اوبخښلم او داسې انعامات يـې راعطا کړل. ([1])
کیوں نہ ہو رُتبہ بڑا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا ہے خُدائے مصطفےٰ اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يقيناً رښتيا خبره ده، رحمتِ حق بَہَا نَمِی جَوْیَد،رحمتِ حق بہانہ مِی جَوْیَد يعنې د الله پاک رحمت د اعمالو کثرت ته نه ګوري، د الله پاک رحمت خو بس يوه بهانه ګوري، بعضې وخت يو وړوکے شان عمل هم د غټو نه غټ ګنهګار د بخښلو سبب جوړ شي او د دغه خوش قِسمته خو به څه وايو، دے اګرچه ګنهګار وو خو د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څلورو يارانو (حضرت ابو بکر او عمر او عثمان او علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) سره يـې محبت کولو، د هر نمونځ نه پس به يـې د هغوئي د پاره دُعا کوله، د هغه هم دغه عمل په بارګاهِ اِلٰہی کښې قبول شو او د هغه د بخښنې سبب جوړ شو.