Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar
خاص وزير، * د فرښتو خبرې اوريدونکے * د امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې د نـمونځونو امامت کوونکے * د الله پاک، جبريلِ امين او محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د صِدِّيق لقب اخستونکے * د مسلمانانو وړومبے خليفه او جانشينِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے * حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اوچتې مرتبې والا هغه صحابي دے چې د قرآنِ کريم په کمو او زياتو 32 آيتونو او حديثونو کښې د هغوئي شان او عظمت بيان شوے دے * د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري وصال نه پس حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بِلا فَصل (يعنې وړومبے) خليفه مقرر شو * 2 کاله، 7 مياشتې د خلافت په منصب جلوه افروز وو. ([1]) * هغوئي په 22 جُمَادَي الاُخریٰ، 13 هجرئ وفات شو. ([2]) * هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شين شين ګنبد کښې د خپل يارِ غار، د رسولانو د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوا مبارک کښې آرام فرمائي.
جو یارِ غارِ محبوبِ خُدا صِدِّیقِ اکبر ہیں وُہی یارِمَزارِ مصطفٰے صِدِّیقِ اکبر ہیں
سبھی اَصحاب سے بڑھ کر مقَّرب ذات ہے انکی رفیقِ سرورِ اَرض و سما صِدِّیقِ اکبر ہیں([3])
وضاحت: حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ، په غارِ ثور کښې هم د نبيِ کريم، رؤف و رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وو او اوس په مزار شريف کښې هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره دے. د ټولو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان نه د زيات شان والا صحابي او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره پاتې کيدونکے صحابي حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے.