Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

Book Name:Fazail e Ausaf e Siddiq e Akbar

د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وزير حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان بيان کړو او اوئې فرمائيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د قيامت په ورځ به حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اووئيلے شي: اے ابو بکر! (تاسو بغير د حساب نه) جنّت ته داخل شئ! په دې باندې به حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وائي: تر څو پورې چې زما سره محبت لرونکي جنّت ته لاړ نشي، تر هغه وخته پورې به زه جنّت ته نه ځم. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږ د آقا،د اُمّت د پيشوا حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!! کاش چې مونږ ته د هغوئي رښتونے پوخ محبت رانصيب شي، کاش چې په دې ايماني محبت باندې استقامت رانصيب شي، که د قيامت په ورځ د صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د محبت سره حاضر شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شفاعت باندې به جنّت ته داخليدل هم رانصيب شي.

د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شان شئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په فضيلتونو کښې يو فضيلت دا هم دے چې تر قيامته پورې راتلونکو مسلمانانو ته د هغوئي د پيروئ کولو، د هغوئي د نقشِ سيرت نه د رڼا حاصلولو او د هغوئي پاک سيرت د ځان د پاره د ژوند نمونه جوړولو حکم شوے دے. په دريمه [3] سيپاره، سورۀ آلِ عمران، آيت: 79 کښې الله پاک فرمائي:

 كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ  (پارہ:3، آلِ عمران:79)            

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: الله ولا جوړ شئ.

د حضرت ابو عبّاس عطا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې پوښتنه اوکړے شوه په دې


 

 



[1]... تاریخِ بغداد، رقم:512- محمد بن جعفر، جلد:2، صفحہ: 117بتغیر قلیل ۔